Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحشر — آیت 15 (پښتو) — ویډیو

الحشر • آیت نمبر 15 (ټولې 24 آيتونه) • پښتو


كَمَثَلِ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ قَرِيبًا ۖ ذَاقُوا وَبَالَ أَمْرِهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ 15
ترجمه:
(د دوى مثال په ایمان نه راوړو كې) د هغو كسانو په شان دى چې له دوى نه مخكې په نژدې زمانه كې وو، چې هغوى د خپلو بدو چارو سزا (په دنیا كې) وڅكله او د هغوى لپاره (په اخرت كې) ډېر دردوونكى عذاب دى الحشر ۵۹:۱۵
تفسیر:
د دغو يهودو په خپل کفر او هغه عذاب کې چې پرې راغی بېلګه داسې ده لکه له هغوی د لږ مخکې زمانې د مکې د مشرکانو، چې د خپل کفر بده پايله يې وڅکله، نو د بدر په ورځ چې څوک وژل کېدل ووژل شول او څوک چې بندي کېدل بندي کړای شول، او هغوی لره په آخرت دردوونکی عذاب دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحشر • آیت 14 راتلونکې الحشر • آیت 16