Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحشر — آیت 14 (پښتو) — ویډیو

الحشر • آیت نمبر 14 (ټولې 24 آيتونه) • پښتو


لَا يُقَاتِلُونَكُمْ جَمِيعًا إِلَّا فِي قُرًى مُحَصَّنَةٍ أَوْ مِنْ وَرَاءِ جُدُرٍ ۚ بَأْسُهُمْ بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ ۚ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّىٰ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَعْقِلُونَ 14
ترجمه:
دوى به له تاسوسره ټول په ګډه جنګ ونه كړي مګر په كلابندو كلیو كې، یا د دیوالونو شا ته۔، د دوى په خپل مینځ كې جنګ ډېر سخت دى۔، ته به په دوى ګمان كوې چې سره یو (ملګري) دي، حال دا چې د دوى زړونه بېل بېل دي، دا په دې وجه چې بېشكه دوى داسې قوم دى چې له عقل نه كار نه اخلي الحشر ۵۹:۱۴
تفسیر:
اې مؤمنانو! يهود ټول يوځايي هم ستاسو سره نه شي جنګېدلای مګر په کلا بندو کليو کې او يا د دېوالونو تر شا، نو د هغوی تر څنګ هم ستاسو مقابله نه شي کولای، د هغوی خپل منځي جنګ ډېر سخت وي د هغوی د خپل منځي دښمنۍ له امله، ته به دا ګومان کوې چې هغوی سره يوه خوله او يو صف دي، او حقيقت دادی چې د هغوی زړونه بېل بېل دي، دغه اختلاف او دښمني له دې امله ده چې هغوی نه پوهيږي، ځکه که چېرې هغوی پوهېدلی؛ نو حق به يې پېژندلی وای، پيروي به يې کړې وای او په هغو کې به يې اختلاف نه وای کړی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحشر • آیت 13 راتلونکې الحشر • آیت 15