Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحشر — آیت 13 (پښتو) — ویډیو

الحشر • آیت نمبر 13 (ټولې 24 آيتونه) • پښتو


لَأَنْتُمْ أَشَدُّ رَهْبَةً فِي صُدُورِهِمْ مِنَ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَفْقَهُونَ 13
ترجمه:
خامخا تاسو (اى مومنانو!) د دوى په سینو (زړونو) كې د وېرې په لحاظ له الله نه زیات سخت یئ۔، دغه (وېره) په دې سبب ده چې بېشكه دوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي الحشر ۵۹:۱۳
تفسیر:
اې مؤمنانو! تاسو له الله څخه د منافقانو او يهودو په زړونو کې د وېرې له پلوه زيات سخت ياست، دغه ياد شوی - له تاسو څخه د هغوی سخته وېره او له الله څخه د وېرې کمزوري- له دې امله ده چې هغوی داسې قوم دی چې نه يې سر خلاصيږي او نه پوهيږي، ځکه که چېرې هغوی پوهېدلای؛ نو هرومرو به پوه شوي وای چې الله زيات د دې وړ دی چې وېره او ډار ترې وشي، همغه ذات دی چې تاسو يې پر هغوی مسلط کړي ياست.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحشر • آیت 12 راتلونکې الحشر • آیت 14