اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه په حقه سره رسول راغلى دى، نو تاسو ایمان راوړئ، (دا به) تاسو لپاره ډېر غوره وي او كه تاسو كفر كوئ، نو یقینًا خاص د الله لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او الله له ازله ښه پوه، ښه حكمت والا دى النساء ۴:۱۷۰ ⧉
تفسیر:
ای خلکو بیشکه راغلی تاسو ته پیغمبر محمد -صلی الله علیه وسلم- په هدایت او حق دین سره د الله تعالی له طرفه، نو ایمان راوړئ په هغه څه چې هغه تاسو ته راوړي دا به غوره وي تاسو لره په دنیا او اخرت کې، او که چیرته تاسو کفر وکړئ په الله تعالی نو بیشکه الله تعالی بی حاجته دي ستاسو د ایمان څخه، او هیڅ ضرر نشې رسولی هغه ته ستاسو کفر کول، ځکه چې د هغه لپاره دی اختیار د هغه څه چې په اسمانونو کې دي، او د هغه لپاره دی اختیار د هغه څه چې په ځمکه کې دي او د هغه څه چې د دی دواړو ترمنځ دي، او دی الله تعالی پوهه په هغه چا چې مستحق وي د هدایت نو اسانوی يې ورته، او په هغه چا هم پوهه دې چې مستحق يې نه وي نو پټوي يې د هغه څخه، حکمت والا دی په خپلو ویناګانو او کارونو کې او په خپلی شرع او تقدیر کې.