Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 171 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 171 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ ۚ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَىٰ مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ ۖ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ ۖ وَلَا تَقُولُوا ثَلَاثَةٌ ۚ انْتَهُوا خَيْرًا لَكُمْ ۚ إِنَّمَا اللَّهُ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ ۖ سُبْحَانَهُ أَنْ يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ ۘ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَكِيلًا 171
ترجمه:
اى اهلِ كتابو! تاسو په خپل دین كې غُلو (زیاتى) مه كوئ او الله ته يواځې د حقې خبرې نسبت كوئ، یقینًا همدا خبره ده چې د مریمې زوى مسیح عیسیٰ (يواځې) د الله رسول دى او د هغه كلمه ده، چې هغه يې مریم ته غورځولې وه او د هغه (الله) له جانبه روح دى، نو تاسو په الله او د هغه په رسولانو ایمان راوړئ او تاسو مه وایئ چې (معبودان) درې دي، تاسو (له دې نه) منع شئ، تاسو لپاره به (دا) ډېره ښه وي، یقینًا همدا خبره ده چې الله یو معبوددى (زه) هغه لره پاكي بیانوم له دې نه چې د هغه لپاره دې اولاد وي، خاص د هغه لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله ښه كافي دى (په حیث د) كار ساز النساء ۴:۱۷۱
تفسیر:
ته ووایه -ای پیغمبره- نصاراو ته چې د انجیل والا دي: تاسو په خپل دین کې د حد څخه تیری مه کوئ، او مه وايې په الله تعالی باندې د عیسی -علیه السلام- باره کې مګر د حق خبره، بیشکه مسیح زوی د مریم د الله تعالی پیغمبر دی رالیږلی یې دی په رښتیا سره (لپاره د ښکاره کولو د حق)، پیداکړی یې دی په خپلې هغې کلمې چې جبریل علیه السلام یې پرې رالیږلی وو مریم ته، او هغه دا خبره وه: کُن (شه)، نو پیدا شو، او دا یو پوکی وو د الله تعالی له طرفه چې پوکلی وو جبریل علیه السلام د الله تعالی په امر، نو تاسو ایمان راوړئ په الله تعالی او د هغه په ټولو پیغمبرانو پرته د جداوالې نه د هغوی ترمنځ، او تاسو مه وايئ: چې د عبادت لایق (معبودان) درې دي، منع شئ د دې دروغجنې او فاسدې وینا څخه دا منع کیدل به غوره وي تاسو لره په دنیا او اخرت کې، بیشکه الله تعالی یوازې حقدار د بندګۍ دی پاک دی د شریک او زوی څخه، او هغه بی حاجته ذات دی، د هغه لپاره دی اختیار د اسمانونو او اختیار د ځمکې او اختیار د هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي، او بس (کافي) دی الله تعالی کار چلوونکی او کار جوړوونکی د هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 170 راتلونکې النساء • آیت 172