Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 173 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 173 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ وَيَزِيدُهُمْ مِنْ فَضْلِهِ ۖ وَأَمَّا الَّذِينَ اسْتَنْكَفُوا وَاسْتَكْبَرُوا فَيُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَلَا يَجِدُونَ لَهُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا 173
ترجمه:
نو هر چې هغه كسان دي چا چې ایمان راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي‘ نو هغه به دوى ته د دوى اجرونه پوره وركړي او له خپل فضل نه به دوى ته (نور) زیات وركړي او پاتې شول هغه كسان چې عار يې وكړو او لويي يې وكړه، نو هغه به دوى ته ډېر دردوونكى عذاب وركړي او دوى به د خپلو ځانونو لپاره له الله نه سوا (بل) نه څوك دوست ومومي او نه مدد كوونكى النساء ۴:۱۷۳
تفسیر:
نو هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی په الله تعالی او تصدیق یې کړی د هغه د پیغمبرانو، او عملونه یې کړي نیک عملونه خالص د الله تعالی لپاره د هغه د شرعې موافق، نو خامخا ورکوي به ورته پوره پوره ثوابونه د هغوی د عملونو چې هیڅ به ترې نشې کمیدلی، او خامخا زیاتي به ورکوي سره د دې نه د خپل فضل او مهربانۍ څخه، او هر هغه کسان چې مخ یې اړولی د الله تعالی د عبادت او تابعدارۍ څخه او لویي او تکبر یې کړی، نو عذاب به ورته ورکړي عذاب دردناک، او پیدا به نه کړي د الله تعالی نه بغیر څوک چې دوستانه ورسره وکړي نو فایده ورته ورسوي، او پیدا به نه کړي څوک مددګار چې ضرر به ترې دفع کړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 172 راتلونکې النساء • آیت 174