اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه لوى دلیل راغلى دى او مونږه تاسو ته واضحه رڼا نازله كړې ده النساء ۴:۱۷۴ ⧉
تفسیر:
ای خلکو! په تحقیق سره راغلی تاسو ته ستاسو د رب له طرفه ښکاره دلیل چې هر قسم بهانه ختموي او هر قسم شبه لرې کوي -او هغه محمد صلی الله علیه وسلم دی- او رالیږلي مونږ تاسو ته واضحه (ښکاره) رڼا، او هغه دا قران کریم دی.