Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 175 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 175 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَاعْتَصَمُوا بِهِ فَسَيُدْخِلُهُمْ فِي رَحْمَةٍ مِنْهُ وَفَضْلٍ وَيَهْدِيهِمْ إِلَيْهِ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا 175
ترجمه:
نو هر چې هغه كسان دي چې په الله يې ایمان راوړو او په (دین د) هغه يې منګولې ښخې كړې، نو خامخا به هغه دوى په خپل رحمت او فضل كې داخلوي او د خپل ځان په طرف به يې په نېغه لار روانوي النساء ۴:۱۷۵
تفسیر:
نو پس هغه کسان چې ایمان یې راوړی په الله تعالی او په قران کریم یې منګولې لګولې هغه قران چې د دوی په پیغمبر نازل شوی نو خامخا الله تعالی به پرې رحم وکړي په ننباسلو سره جنت ته، او زیات به کړي ورله ثواب او لوړې درجې په جنت کې، او توفیق به ورکړي د تللو په نیغې لارې هغه چې هیڅ کوږوالی پکې نشته، او هغه تلپاتې جنتونو ته د رسیدو لار ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 174 راتلونکې النساء • آیت 176