Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 176 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 176 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


يَسْتَفْتُونَكَ قُلِ اللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِي الْكَلَالَةِ ۚ إِنِ امْرُؤٌ هَلَكَ لَيْسَ لَهُ وَلَدٌ وَلَهُ أُخْتٌ فَلَهَا نِصْفُ مَا تَرَكَ ۚ وَهُوَ يَرِثُهَا إِنْ لَمْ يَكُنْ لَهَا وَلَدٌ ۚ فَإِنْ كَانَتَا اثْنَتَيْنِ فَلَهُمَا الثُّلُثَانِ مِمَّا تَرَكَ ۚ وَإِنْ كَانُوا إِخْوَةً رِجَالًا وَنِسَاءً فَلِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنْثَيَيْنِ ۗ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ أَنْ تَضِلُّوا ۗ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ 176
ترجمه:
دوى له تا نه فتوٰی غواړي، ته (ورته) ووایه: الله تاسو ته د ’’كلاله‘‘ په باره كې فتویٰ دركوي، كه یو سړى وفات شي او د هغه هېڅ اولاد نه وي او د هغه یوه خور وي، نو د هغې لپاره د هغه مال نیمه (حصه) ده چې هغه (مړي) پریښى دى او دا (سړى) د هغې (خور) (د ټول مال) وارث ګرځي كه د هغې هېڅ اولاد نه وي، بیا كه هغه دوه (خوېندې) وي، نو د هغوى لپاره (د ټول مال) دوه په درې برخې ده، د هغه (مال) نه چې هغه پریښى وي او كه چېرې هغوى څو وروڼه (خوېندې) وي، سړي او ښځې، نو د نر لپاره د دوه ښځو د حصې په مثل (حصه) ده، الله تاسو ته ښه وضاحت كوي، چې تاسو ګمراه نشئ او الله په هر شي ښه عالم دى النساء ۴:۱۷۶
تفسیر:
تپوس کوي ستا څخه -ای پیغمبره!- چې دوی لره فتوی ورکړي په باره د میراث د کلالې (میرات) کې، او دا هغه کس دی چې مړ شي او نه یې پلار وي او نه یې اولاد، ته ورته ووایه: الله تعالی بیانوي حکم د دې باره کې: که چیرته مړ شي یو کس چې نه وي د هغه لپاره پلار او نه زوی، او د هغه لپاره وي سکه خور او يا د پلار د طرفه خور (علاتي خور) نو د دې لپاره دی نیم د هغه مال څخه چې ورور یې پریښې د فرض (مقررې برخې) په ډول، او د دې سکه ورور او یا د پلار له طرفه ورور (علاتي ورور) میراث وړي د هغه مال څخه چې پریښی دی د تعصیب په ډول که چیرته د دې سره صاحب فرض (د مقررې برخې) والا څوک نه وي، که چیرته ورسره د مقرر برخې والا وارث وي نو د دې څخه وروسته به باقي مال په میراث کې اخلي، نو که چیرته زیاتې وې سکه خویندې او یا علاتي خویندې -چې دوه یا د دوو څخه زیاتې وې- نو میراث به اخلي دوې دوه په دری برخه د ټول مال د فرض (مقررې برخې) په ډول، او که چیرته وو سکه وروڼه (او خویندې) او یا علاتي وروڼه (او خویندې) چې په دوی کې نارینه او زنانه وي نو بیا به میراث د تعصیب په ډول اخلې د دې قاعدې مطابق: (چې نارینه لره به وي په شان د برخې د دوو زنانو) داسې چې هر یو نارینه لره به د زنانه د برخې دوه چنده ورکیدی شي. بیانوي الله تعالی تاسو ته د کلالې (میرات) حکم او نور د میراث احکام د دې لپاره بیانوي چې تاسو په دې کې ګمراه نشئ، او الله تعالی په هر څه باندې پوهه دی، هیڅ شی په هغه باندې پټ نشي پاتی کیدلی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 175 راتلونکې المائده • آیت 1