Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 1 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 1 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ ۚ أُحِلَّتْ لَكُمْ بَهِيمَةُ الْأَنْعَامِ إِلَّا مَا يُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ غَيْرَ مُحِلِّي الصَّيْدِ وَأَنْتُمْ حُرُمٌ ۗ إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ 1
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! (خپل) لوظونه پوره كړئ، تاسو لپاره اَنعام څاروي حلال كړى شوي دي، سوا له هغو نه چې تاسو ته به ولوستى شي، په دې حال كې چې تاسو د احرام په حالت كې ښكار لره حلال ګڼونكي نه یئ، بېشكه الله فیصله كوي د څه چې اراده وكړي المائده ۵:۱
تفسیر:
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی! پوره کړئ ټول هغه لوظونه چې کلک شوي دي ستاسو او ستاسو د خالق (الله تعالی) تر منځ، او ستاسو او د هغه د مخلوق (انسانانو) ترمنځ، او بیشکه حلال کړی الله تعالی تاسو ته - د وجې د رحمت نه په تاسو- چارپایان :(اوښان، غواګانې، پسونه) مګر هغه چې لوستلی شي په تاسو باندې د هغې حرمت، او مګر هغه چې حرام شوي په تاسو باندې د صحرا د ښکار څخه د احرام په حالت کې د حج یا عمرې لپاره، بیشکه الله تعالی فیصله کوي څه چې وغواړي د حلالوالي یا حراموالي د خپل حکمت موافق، نو نشته څوک مجبوروونکی هغه لره، او نشته څوک اعتراض کوونکی د هغه په حکم باندې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 176 راتلونکې المائده • آیت 2