او د هغه چا لپاره توبه نشته چې لګیا وي ګناهونه كوي، تر دې چې كله په دوى كې یو كس ته مرګ راشي، (بیا د ځنكدن په وخت كې) وايي: بېشكه زما اوس توبه ده او نه د هغو كسانو لپاره (توبه شته) چې د كافرتوب په حالت كې مري، دغه كسان چې دي؛ مونږ د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى النساء ۴:۱۸ ⧉
تفسیر:
او الله د هغو کسانو توبه نه قبلوي چې پر ګناهونو ټينګار کوي او تر هغه توبه نه ترې وباسي ترڅو يې د مرګ سختۍ نه وي ليدلې، دغه مهال بيا له هغوی يو تن وايي: ما اوس له هغو ګناهونو توبه اېستلې چې کړي مې دي او همدارنګه الله د هغو کسانو توبه نه مني چې پر کفر د ټينګار کولو په حال کې مړه کيږي، همدوی پر ګناهونو ټينګار کوونکي سرغړوونکي دي او څوک چې د کفر په حالت کې مړه کيږي د هغوی لپاره مو دردوونکی عذاب چمتو کړی دی.