Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 19 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 19 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَحِلُّ لَكُمْ أَنْ تَرِثُوا النِّسَاءَ كَرْهًا ۖ وَلَا تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُوا بِبَعْضِ مَا آتَيْتُمُوهُنَّ إِلَّا أَنْ يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ ۚ وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۚ فَإِنْ كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَىٰ أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللَّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا 19
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو لپاره حلال نه دي چې ښځې په زورسره په میراث كې واخلئ او په دې غرض دوى مه منع كوئ (مه تنګوئ) چې تاسو (له دوى نه) له هغه (مال) نه څه برخه (بېرته) واخلئ چې تاسو دوى ته وركړى و مګر دا چې دوى ښكاره بدكار وكړي (نو بیا يې تنګولى شئ) او له دوى سره په ښه طریقه ګذران كوئ، نو كه دوى ستاسو خوښې نه وي، نو كېدى شي چې تاسو به یو شى بد ګڼئ او الله به په هغه كې ډېر زیات خیر ایښى وي النساء ۴:۱۹
تفسیر:
اې هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او د هغه د رسول پيروي مو کړې ده، ستاسو لپاره روا نه دي چې د پلرونو او خپلوانو مېرمنې مو په ميراث يوسئ لکه مال چې په ميراث وړل کيږي او له هغوی سره په واده کولو تصرف وکړئ او يا يې چې چاته وغواړئ په نکاح کړئ او يا يې له واده څخه منع کړئ، او نه ستاسو لپاره د زيان په موخه د خپلو هغو مېرمنو راګرځول روا دي چې تاسو يې نه خوښوئ، تر څو ستاسو لپاره له ځينې هغه مهر او نورو شيانو تېرې شي چې ورکړي مو دي، مګر دا چې څرګنده ناروا کار لکه زنا وکړي، که يې دغه کار وکړ، بيا ستاسو لپاره د هغوی را ګرځول او پر هغوی تر هغه وخته تنګسه راوستل روا دي، ترڅو يې هغه څه د فديې په ډول نه وي درکړي چې تاسو هغوی ته ورکړي وو، له خپلو مېرمنو سره د زيان له رسولو په لاس اخېستو او نېکۍ کولو سره ښه ملګرتيا وکړئ، که مو د کومې دنيوي چارې له امله له هغوی بد راځي، نو پر هغوی صبر وکړئ، کېدای شي الله په هغه څه کې د دنيا په ژوند او آخرت کې زياته ښېګڼه درته اېښې وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 18 راتلونکې النساء • آیت 20