Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 20 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 20 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَإِنْ أَرَدْتُمُ اسْتِبْدَالَ زَوْجٍ مَكَانَ زَوْجٍ وَآتَيْتُمْ إِحْدَاهُنَّ قِنْطَارًا فَلَا تَأْخُذُوا مِنْهُ شَيْئًا ۚ أَتَأْخُذُونَهُ بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا 20
ترجمه:
او كه چېرې تاسو غواړئ چې د یوې ښځې په ځای بله ښځه بَدَله راولئ او تاسو په دوى كې یوې ته ډېرۍ مالونه وركړي وي، نو له هغه (مال) نه هېڅ شى هم مه اخلئ، ایا تاسو به هغه (مال) اخلئ په بهتان لګولوسره او په ښكاره ګناه سره؟ النساء ۴:۲۰
تفسیر:
او که چیرته تاسو اراده وکړئ -ای خاوندانو- طلاقول د یوئ ښځې، او بدلول د بلې ښځې په هغې؛ نو په تاسو باندې پدې کې څه ګناه نشته، او که چیرته تاسو ورکړی وي هغې ښځې ته چې تاسو د هغې د پریښودلو پخه اراده کړي وي ډیر مال په مهر کې؛ نو ندي جایز تاسو لره اخیستل د هیڅ شی له هغې نه، ځکه د هغه څه اخیستل چې تاسو دوی ته ورکړی یو ښکاره سپکاوی( تور تپل) او ښکاره ګناه ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 19 راتلونکې النساء • آیت 21