Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 25 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 25 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ مِنْكُمْ طَوْلًا أَنْ يَنْكِحَ الْمُحْصَنَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ فَمِنْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ مِنْ فَتَيَاتِكُمُ الْمُؤْمِنَاتِ ۚ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِكُمْ ۚ بَعْضُكُمْ مِنْ بَعْضٍ ۚ فَانْكِحُوهُنَّ بِإِذْنِ أَهْلِهِنَّ وَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ مُحْصَنَاتٍ غَيْرَ مُسَافِحَاتٍ وَلَا مُتَّخِذَاتِ أَخْدَانٍ ۚ فَإِذَا أُحْصِنَّ فَإِنْ أَتَيْنَ بِفَاحِشَةٍ فَعَلَيْهِنَّ نِصْفُ مَا عَلَى الْمُحْصَنَاتِ مِنَ الْعَذَابِ ۚ ذَٰلِكَ لِمَنْ خَشِيَ الْعَنَتَ مِنْكُمْ ۚ وَأَنْ تَصْبِرُوا خَيْرٌ لَكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ 25
ترجمه:
او په تاسو كې چې څوك له اصیلو مومنو ښځو سره د نكاح كولو مالي وَس نه لري، نو (نكاح دې وكړي) له هغو مومنو وینځو سره چې تاسو يې مالكان شوي يئ او الله ستاسو په ایمان ښه عالم دى، ستاسو ځینې له ځینو نورو دي، نو د هغو (وینځو) د مالكانو په اجازت سره له هغوى سره نكاح وكړئ او هغوى ته خپل مهرونه د دستور سره سم وركړئ، (په دې شرط) چې پاك لمنې وي، بدكارې نه وي او نه پټ یاران نیونكې وي، بیا چې كله دوى مړوښې شوي، نو كه بدكاري (زنا) يې وكړه، نو په دوى باندې د اصیلو ښځو د سزا نیمايي (سزا) ده، دا (له وینځې سره د نكاح كولو اساني) په تاسو كې د هغه چا لپاره ده چې د زنا اندېښنه لري او كه تاسو (له وینځې سره له نكاح نه) صبر وكړئ (نو دا) تاسو لپاره غوره دي او الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى النساء ۴:۲۵
تفسیر:
او هغه څوک چې وسه نه لري ستاسو څخه -ای سړو- د مال د کموالي له امله چې نکاح وکړي د ازادو زنانه و سره نو جایز دی دې لره نکاح کول د وینځو سره چې ستاسو نه پرته د بل چا وینځې وي، په دې شرط چې په ظاهر کې تاسو ته مومنانې ښکاري، او الله تعالی ښه پوهه دي په حقیقت د ایمانونو ستاسو او په پټو حالاتو ستاسو، او تاسو او هغوئ برابر یاستئ په دین او انسانیت کې، نو بس تاسو مه اوړئ د نکاح کولو نه د هغوی سره، او تاسو نکاح کړئ هغوی په اجازه د مالکانو د هغوی، او ورکړئ هغوی ته مهرونه د هغوی پرته له کموالي او وروسته والي څخه، دا پدې شرط چې هغوی پاک لمنې وي په ښکاره ډول زنا کاري نه وي، او نه وي نیوونکې پټو یارانو لره لپاره د زنا کولو د هغوی سره په پټه باندې، نو کله چې دا وینځې نکاح وکړي، او بیا بدکارۍ (زنا) ته راتګ وکړي نو د هغوئ سزا په شان د نیمې سزا د ازادو ښځو ده: پنځوس دُرې دي، او د هغوئ په کاڼو ویشتل نشته، برخلاف د ازادو زنانه و کله چې هغوی زنا وکړي. دا چې بیان شو د نکاح جواز د پاک لمني مومنې وینځې سره د هغه چا لپاره رخصت دی چې په خپل ځان په زنا کې د واقع کیدو نه ویریږي، او د ازادو زنانه و سره د نکاح وسه یې نه وي، سره د دې نه چې د وینځو سره د نکاح کولو څخه صبر کول ډیر بهتر دي؛ د دې وجې نه چې غلامان بچې ډیر نشي، او الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې رجوع ورته وکړي د خپلو بندګانو څخه، مهربانه دی په هغوی باندې، او د هغه د رحمت څخه دا دي چې هغوی ته یې د وینځو سره نکاح کول جایز کړي په هغه وخت کې چې انسان د ازادې زنانه سره نکاح نشي کولی او په زنا کې د واقع کیدو څخه ویریږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 24 راتلونکې النساء • آیت 26