الله غواړي چې تاسو ته (حكمونه) ښه واضحه كړي او تاسو ته د هغو خلقو لارې وښیي چې له تاسو نه مخكې وو، او ستاسو توبه قبوله كړي (تاسو ته په خپل رحمت سره توجه وكړي) او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى النساء ۴:۲۶ ⧉
تفسیر:
غواړي الله تعالی په دې جایز کولو د دې احکامو سره چې بیان کړي تاسو ته د خپل دین طریقي، او هغه څه چې په هغه کې ستاسو د د نیا او اخرت مصلحتونه وي، او غواړي الله تعالی چې وښایې تاسو ته لاره د پیغمبرانو چې مخکې ستاسو څخه وو په حلالو او حرامو کې، او ښایسته صفات د هغوی، او د هغوی ښایسته تګلاره چې تاسو د هغوی تابعداري وکړئ، او غواړي الله تعالی چې تاسو د ګناهونو څخه خپلې تابعدارۍ ته راوګرځوي، او الله تعالی پوهه دي په هغه څه چې د خپلو بندګانو مصلحت یې پکې وي نو هغوی لره یې روا او جایز کوي، حکمت والا دی په خپلو احکامو کې او د خپلو چارو په تدبیر کې.