سوره المنافقون (منافقین) (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




63 المنافقون(المنافقون)، آیت ۴

وَإِذَا رَأَيْتَهُمْ تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ ۖ وَإِنْ يَقُولُوا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ ۖ كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُسَنَّدَةٌ ۖ يَحْسَبُونَ كُلَّ صَيْحَةٍ عَلَيْهِمْ ۚ هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ ۚ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ ۖ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ 4 ٤

او كله چې ته دوى ووینې (نو) تا د دوى جسمونه (تنې) په تعجب كې اچوي۔ او كه دوى خبرې كوي، (نو) ته د دوى خبرو ته غوږ ږدې، حال دا چې ګویاكې دوى ودرول شوي وچ لرګي دي۔، هر اوچت غږ دخپل ځان په خلاف ګني۔، هم دوى دښمنان دي، لهذا ته له دوى نه محتاط اوسه۔، الله دې دوى هلاك كړي، څرنګه دوى ګرځولى شي (۴)

تفسیر
اې کتونکيه! کله چې هغوی وينې د هغوی بدنونه او شکلونه به دې خوښ شي، ځکه چې په هغو کې تازګي او نعمت دی، او کله چې خبرې کوي خبرې يې اورېدل کيږي ځکه په هغو کې بلاغت دی، اې رسوله! هغوی ستا په مجلس کې داسې دي لکه درول شوي لرګي، چې پر هيڅ هم نه پوهيږي او نه يې درک کولای شي، هر اواز داسې ګڼي چې هغوی يې هدف دي ځکه هغوی بې زړه دي، هغوی په حقه دښمنان دي، نو اې رسوله! له هغوی وډارشئ چې راز مو ښکاره کړي او يا کوم چل درته جوړ کړي، پر هغوی دې د الله لعنت وي څنګه له ايمان څخه ګرځول کيږي سره لدې چې دلايل څرګند او برهانونه يې ښکاره دي؟!

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ