Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المنافقون — آیت 4 (پښتو) — ویډیو

المنافقون • آیت نمبر 4 (ټولې 11 آيتونه) • پښتو


وَإِذَا رَأَيْتَهُمْ تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ ۖ وَإِنْ يَقُولُوا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ ۖ كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُسَنَّدَةٌ ۖ يَحْسَبُونَ كُلَّ صَيْحَةٍ عَلَيْهِمْ ۚ هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ ۚ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ ۖ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ 4
ترجمه:
او كله چې ته دوى ووینې (نو) تا د دوى جسمونه (تنې) په تعجب كې اچوي۔ او كه دوى خبرې كوي، (نو) ته د دوى خبرو ته غوږ ږدې، حال دا چې ګویاكې دوى ودرول شوي وچ لرګي دي۔، هر اوچت غږ دخپل ځان په خلاف ګني۔، هم دوى دښمنان دي، لهذا ته له دوى نه محتاط اوسه۔، الله دې دوى هلاك كړي، څرنګه دوى ګرځولى شي المنافقون ۶۳:۴
تفسیر:
اې کتونکيه! کله چې هغوی وينې د هغوی بدنونه او شکلونه به دې خوښ شي، ځکه چې په هغو کې تازګي او نعمت دی، او کله چې خبرې کوي خبرې يې اورېدل کيږي ځکه په هغو کې بلاغت دی، اې رسوله! هغوی ستا په مجلس کې داسې دي لکه درول شوي لرګي، چې پر هيڅ هم نه پوهيږي او نه يې درک کولای شي، هر اواز داسې ګڼي چې هغوی يې هدف دي ځکه هغوی بې زړه دي، هغوی په حقه دښمنان دي، نو اې رسوله! له هغوی وډارشئ چې راز مو ښکاره کړي او يا کوم چل درته جوړ کړي، پر هغوی دې د الله لعنت وي څنګه له ايمان څخه ګرځول کيږي سره لدې چې دلايل څرګند او برهانونه يې ښکاره دي؟!
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المنافقون • آیت 3 راتلونکې المنافقون • آیت 5