او كله چې دوى ته وویل شي: تاسو راشئ چې د الله رسول ستاسو لپاره مغفرت وغواړي (نو) دوى خپل سرونه تاو كړي۔ او ته دوى وینې چې اعراض كوي، په داسې حال كې چې تكبر كوونكي وي المنافقون ۶۳:۵ ⧉
تفسیر:
او کله چې دغو منافقانو ته وويل شي: د الله رسول ته د هغه څه له امله چې درڅخه شوي عذر کوونکي راشئ، هغه به تاسوته له الله څخه ستاسو د ګناهونو بخښنه وغواړي، هغوی په ملنډو او مسخرو خپل سرونه تاو کړي، او ته يې وينې چې له هغه څه مخ اړوي چې امر ورته کيږي، او هغوی د حق له منلو او پر هغو له باور کولو څخه کبر کوونکي وي.