Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المنافقون — آیت 6 (پښتو) — ویډیو

المنافقون • آیت نمبر 6 (ټولې 11 آيتونه) • پښتو


سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ أَمْ لَمْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ لَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ 6
ترجمه:
د دوى لپاره یو شان ده كه ته د دوى لپاره مغفرت (بخښنه) وغواړي، یا ته دوى لپاره مغفرت ونه غواړې، الله به دوى هېڅ كله هم ونه بخښي، بېشكه الله نافرمان قوم ته هدایت نه كوي المنافقون ۶۳:۶
تفسیر:
اې رسوله! د هغوی د ګناهونو لپاره ستا د بخښنې غوښتل او د هغوی لپاره ستا لخوا د بخښنې نه غوښتل سره برابر دي، الله به هيڅکله هغوی ته يې د ګناهونو بخښنه ونه کړي، پرته له شکه الله له خپلې پيروۍ وتونکي قوم ته توفيق نه ورکوي هغو کسانو ته چې له الله څخه په سرغړونه ټينګار کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المنافقون • آیت 5 راتلونکې المنافقون • آیت 7