هم دوى هغه كسان دي چې وايي: تاسو په هغو كسانو باندې مال مه لګوئ چې له رسول الله سره دي، تر دې چې دوى خواره شي۔ او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې خزانې دي او لېكن منافقان نه پوهېږي المنافقون ۶۳:۷ ⧉
تفسیر:
هغوی داسې خلک دي چې وايي: خپل مالونه مو پر هغو بې وزلو او کوچيانو چې د مدينې په شاوخوا کې د الله له رسول سره دي مه لګوئ ترڅو هغوی ورڅخه ولاړ شي، حال داچې د اسمانونو او ځمکې زېرمې يوازې الله لره دي، له خپلو بندګانو چې چاته وغواړي په روزي يې ورکوي، خو منافقان پردې نه پوهيږي چې د روزۍ زېرمې د هغه پاک ذات په لاس کې دي.