دوى وايي چې قسم دى كه مونږ مدینې ته بېرته وګرځو (نو) تر ټولو عزتمن (خلق) به له دغې (مدینې) نه تر ټولو ذلیله (خلق) خامخا ضرور وباسي او عزت (خو) خاص د الله لپاره دى او د هغه د رسول لپاره دى او د مومنانو لپاره دى او لېكن منافقان پوهه نه لري المنافقون ۶۳:۸ ⧉
تفسیر:
د هغوی سردار عبدالله بن أُبيّ وايي: که مدينې ته وروګرځېدلو هرومرو به عزتمن چې هغه زه او قوم مې دی له مدينې څخه بې عزته خلک وباسي چې هغه محمد او د هغه ملګري دي، حال داچې يوازې الله، د هغه رسول او مؤمنانو لره عزت دی، د عبدالله بن ابي او د هغه ملګرو لره عزت نشته، خو منافقان داسې خلک دي چې پر دې نه پوهيږي چې عزت الله، د هغه رسول او مؤمنانو لپاره دی.