Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المنافقون — آیت 9 (پښتو) — ویډیو

المنافقون • آیت نمبر 9 (ټولې 11 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُلْهِكُمْ أَمْوَالُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ ۚ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ 9
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو دې د الله له ذكر نه نه خپل مالونه غافله كړي او نه خپل اولادونه۔ او هغه څوك چې دا كار وكړي، نو همدغه زیانكاران (تاوانیان) دي المنافقون ۶۳:۹
تفسیر:
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، ستاسو مالونه او اولادونه دې تاسې له لمانځه او د اسلام له نورو فرائضو څخه بوخت نه کړي، او څوک چې مالونه او اولادونه يې د الله له واجب کړي لمانځه او نورو واجباتو څخه بوخت کړي، نو په حقيقت کې همدوی داسې تاوانيان دي چې خپل کورونه او خېلخانې يې د قيامت په ورځ تاوانيان کړي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المنافقون • آیت 8 راتلونکې المنافقون • آیت 10