Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المنافقون — آیت 10 (پښتو) — ویډیو

المنافقون • آیت نمبر 10 (ټولې 11 آيتونه) • پښتو


وَأَنْفِقُوا مِنْ مَا رَزَقْنَاكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ فَيَقُولَ رَبِّ لَوْلَا أَخَّرْتَنِي إِلَىٰ أَجَلٍ قَرِيبٍ فَأَصَّدَّقَ وَأَكُنْ مِنَ الصَّالِحِينَ 10
ترجمه:
او تاسو له هغه (مال) نه چې مونږ تاسو ته دركړى دى څه انفاق كوئ، مخكې له دې نه چې په تاسو كې یو كس ته مرګ راشي، بیا دا ووايي: اى زما ربه! ته ما تر نژدې مودې پورې ولې نه وروسته كوې، پس چې زه خیرات (صدقه) وكړم او له صالحانو (نېكانو) ځنې شم المنافقون ۶۳:۱۰
تفسیر:
او کوم مالونه چې الله په روزي درکړي له هغو څخه لګښت وکړئ مخکې تردې چې له تاسو څخه يو ته مرګ راشي؛ نو بيا خپل پالونکي ته وايي: اې زما پالونکيه ولې دې تر لږې مودې پورې وروسته نه کړم، چې له خپل ماله مې د الله په لار کې خيرات کړی وای، او د الله له هغو نېکو بندګانو څخه شوی وای چې کړنې يې سمې دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المنافقون • آیت 9 راتلونکې المنافقون • آیت 11