Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 38 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 38 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَالَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ رِئَاءَ النَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْآخِرِ ۗ وَمَنْ يَكُنِ الشَّيْطَانُ لَهُ قَرِينًا فَسَاءَ قَرِينًا 38
ترجمه:
او (نه) هغه كسان (خوښوي) چې خلقو ته د ځان ښودلو لپاره خپل مالونه خرچ كوي او په الله او د اخرت په ورځ ایمان نه راوړي او هغه څوك چې د هغه ملګرى شیطان وي، نو هغه بد ملګرى دى النساء ۴:۳۸
تفسیر:
او همدارنګه مونږ عذاب تیار کړی د هغه چا لپاره چې خرچ کوي مالونه خپل د دې لپاره چې خلک ئې وویني او صفت یې وکړي، او دوی ایمان نه لري په الله تعالی، او نه په ورځې د قیامت؛ تیار کړی دی مونږ د هغوئ لپاره دا شرموونکی عذاب، او نه وو ګمراه کړي دوی لره مګر تابعداري کول د دوی شیطان لره، او څوک چې وي شیطان هغه لره ملګری نو ډیر بد ملګری دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 37 راتلونکې النساء • آیت 39