Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 39 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 39 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَمَاذَا عَلَيْهِمْ لَوْ آمَنُوا بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقَهُمُ اللَّهُ ۚ وَكَانَ اللَّهُ بِهِمْ عَلِيمًا 39
ترجمه:
او دوى ته به څه نقصان و كه چېرې دوى په الله او په ورځ د اخرت ایمان راوړى وَى او له هغه (مال) نه يې انفاق كړى وَى چې الله دوى ته وركړى دى او الله په دوى ښه پوه دى النساء ۴:۳۹
تفسیر:
او دغو خلکو ته به څه زيان رسېدلی و، که يې په حقه پر الله او د قيامت پر ورځ ايمان راوړی و او د الله ورکړې روزي يې په هغو لارو کې لګولې وه چې الله يې خوښوي او پرې خوشحاليږي، بلکې په دغو ټولو کې يې خير و، او الله پر هغوی ښه پوه دی، هيڅ يې نه ترې پټيږي او هر يوه ته به يې پر کړنه بدله ورکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 38 راتلونکې النساء • آیت 40