بېشكه الله د یوې ذرې په اندازه (هم) ظلم نه كوي او كه دا (ذره) یوه نېكي وي، نو هغه به يې دوه چنده كړي او هغه ته به له خپل جانب نه بېخي لوى اجر وركړي النساء ۴:۴۰ ⧉
تفسیر:
بیشکه الله تعالی عادل ذات دی په خپلو بندګانو هیڅ ظلم نه کوي، نو د هغوی د حسناتو څخه د وړوکي میږي په اندازه هم نه کموي، او که چیرته نیکي د ذرې په اندازه هم وي ثواب یې څو چنده کوي د خپلې مهربانۍ له مخې، او سره د زیاتوالي نه؛ د خپل طرف نه ډیر لوی ثواب هم ورکوي.