په دغه ورځ كې به هغه كسان ارزو كوي چې كافر شوي دي او د رسول نافرماني يې كړې ده، چې كاشكې په دوى باندې ځمكه (له پاسه نه) همواره كړى شي، او دوى به له الله نه هېڅ خبره (هم) نشي پټولى النساء ۴:۴۲ ⧉
تفسیر:
په دغه لویه ورځ کې به ارمان کوي هغه کسان چې په الله تعالی یې کفر کړی دی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم نافرماني یې کړې چې کاش که دوی خاوري شوي وی نو دوی او ځمکه به برابره وه، او نه به شي پټولی د الله تعالی څخه هیڅ شی د هغه عمل نه چې دوی کړی وي؛ ځکه چې الله تعالی به د دوی په ژبو باندې مهر ولګوي نو خبرې به پرې نشي کولی، او اندامونو ته به یې حکم وشي نو په دوی به د دوی په کړو عملونو ګواهي وکړي.