اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د نشې په حالت كې لمانځه ته مه نژدې كېږئ، تر هغه پورې چې تاسو پوه شئ په هغه څه چې تاسو يې وایئ او نه د جنابت په حالت كې، مګر دا چې لارَوي یئ، تر دې چې تاسو غسل وكړئ او كه تاسو بېماران یئ، یا په سفر یئ، یا په تاسو كې یو كس له اودس ماتي راشي، یا تاسو له ښځو سره كوروالى وكړئ، بیا تاسو اوبه ونه مومئ، نو د ځمكې پاك مخ (خاورې وغیره) ته اراده وكړئ، پس د خپلو مخونو او (تر مړوندونو پورې د) لاسونو مسح وكړئ، بېشكه الله ډېر معافي كوونكى، ښه مغفرت كوونكى دى النساء ۴:۴۳ ⧉
تفسیر:
ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د رسول تابعداري مو کړی! تاسو لمونځ مه کوئ په داسې حال کې چې تاسو نشه یاستئ تر دې پورې چې خه روغ شئ له نشې څخه، او پوهه شئ په هغه څه چې تاسو یې وایئ -او دا حکم مخکې د شرابو د حراموالي څخه و- او لمونځ مه کوئ حال دا چې تاسو په جنابت کې یاستئ، او تاسو جوماتونو ته مه ننوځئ د نشې په حال کې مګر دا چې تیریدونکي یاستئ او په هغه کې نه پاتې کیږئ؛ تر دې چې ولامبئ، او که چیرته تاسو ته داسې مرض دررسیدلی وي چې د هغه سره د اوبو استعمال نا ممکن وي، او یا تاسو مسافر وئ، او یا یو کس ستاسو څخه بی اودسه شي، او یا د خپلو ښځو سره کوروالی وکړئ؛ نو اوبه پیدا نه کړئ نو پس بیا قصد وکړئ پاکې خاورې ته، نو مسح وکړئ په خپلو مخونو او په خپلو لاسونو د دې خاورې څخه، بیشکه الله تعالی مخ اړوونکی دی ستاسو د کموالي څخه، بخنه کوونکی دی تاسو ته.