Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 44 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 44 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِنَ الْكِتَابِ يَشْتَرُونَ الضَّلَالَةَ وَيُرِيدُونَ أَنْ تَضِلُّوا السَّبِيلَ 44
ترجمه:
ایا تاسو هغه كسان نه دي كتلي (د هغوى په حال نه یئ خبر شوي) چې هغوى ته څه حصه له كتابه وركړى شوې ده، چې هغوى ګمراهي اخلي او غواړي چې تاسو (هم حقه) لاره وركه كړئ النساء ۴:۴۴
تفسیر:
ایا ته نه یې خبر -ای پیغمبره- د یهودو د کار نه هغه چې الله تعالی ورته د تورات د علم څخه څه برخه ورکړی ده، بدلوي (اخلي) ګمراهي په هدایت باندې، او دوی ستاسو په ګمراه کولو باندې هم حرص کوونکي دي -ای مومنانو- د سمې لارې څخه هغه چې پیغمبر پرې راتګ کړی دی؛ د دې لپاره چې تاسو د هغوی په کږې لاره روان شئ؟!.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 43 راتلونکې النساء • آیت 45