ایا تا هغو كسانو ته نه دي كتلي چې هغوى ته یوه برخه له كتابه وركړى شوې وه، چې هغوى (اوس) په بت او په شیطان (هم) ایمان راوړي او د كافر شوو كسانو (مشركانو) په باره كې وايي: دا (كفار) له مومنانو نه زیات، سمه لارموندونكي دي النساء ۴:۵۱ ⧉
تفسیر:
ایا ته نه یې خبر -ای پیغمبره- او تعجب کوې حال د هغو یهودو ته چې الله تعالی ورته د علم نه څه برخه ورکړې ده، یقین کوي په هغه څه چې دوی جوړ کړی لایق د بندګۍ ښکته د الله تعالی څخه، او وایې - چاپلوسي کوونکي مشرکانو ته- بیشکه دوی په ډیره ښه طریقه دي د محمد صلی الله علیه وسلم له ملګرو څخه؟!.