Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 52 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 52 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


أُولَٰئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ ۖ وَمَنْ يَلْعَنِ اللَّهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهُ نَصِيرًا 52
ترجمه:
دا هغه كسان دي چې الله په دوى لعنت كړى دى او په چا باندې چې الله لعنت وكړي، نو ته به كله هم د هغه لپاره مدد كوونكى ونه ومومې النساء ۴:۵۲
تفسیر:
دا هغه کسان دي چې دا فاسده عقیده لري او هم دوی دي چې الله تعالی د خپل رحمت څخه شړلي دي، او څوک چې الله تعالی د خپل رحمت نه وشړي نو ته به هغه لره هیڅ څوک مرستندوی پیدا نه کړې چې مرسته يې وکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 51 راتلونکې النساء • آیت 53