الله وفرمایل: دا ورځ ده چې رښتينو ته به د هغوى رښتیا ویل فايده وركوي، د دوى لپاره داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، دوى به په هغو كې تل ترتله وي، الله له دوى نه راضي دى او دوى له هغه نه راضي دي، همدا ډېره لویه كامیابي ده (۱۱۹)
تفسیر
الله تعالی به عیسی –علیه السلام- ته ووایې: دا هغه ورځ ده چې فایده ورکوي د پاکو نیتونو، عملونو او ویناګانو والا لره د هغوی ریښتیا، د دوی لپاره جنتونه دي چې بهیږي به لاندې د بنګلو او ونو د هغوی نه ویالې (نهرونه) همیشه به وي دوی په دې کې همیشه، مرګ به ورله نه راځي، الله تعالی د دوی نه راضي شوی نو هیڅکله به په دوی باندې غصه نشي، او دوی د الله تعالی نه خوشحاله دي په هغه وجه چې دوی ته ورسیدلي همیشني نعمتونه، دا بدله او لدوی څخه رضایت همدا خاص لویه کامیابي ده، نو نشته هیڅ کامیابي چې د دې سره برابر شي.