Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 54 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 54 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


أَمْ يَحْسُدُونَ النَّاسَ عَلَىٰ مَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ ۖ فَقَدْ آتَيْنَا آلَ إِبْرَاهِيمَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَآتَيْنَاهُمْ مُلْكًا عَظِيمًا 54
ترجمه:
یا دوى له خلقو سره حسد كوي په هغه څه چې الله هغوى ته له خپل فضل نه وركړى دى، پس یقینًا مونږه الِ ابراهیم ته كتاب او حكمت وركړى و او مونږه هغوى ته ډېره لویه بادشاهي وركړې وه النساء ۴:۵۴
تفسیر:
بلکه دوی حسد کوي د محمد -صلی الله علیه وسلم- او د هغه د ملګرو سره په هغه چې الله تعالی دې ته ورکړي د پیغمبرۍ نه او د ایمان نه او په زمکه کې د قدرت نه. نو ولې دوی حسد کوي د دوی سره او حال دا چې مخکې مونږ ورکړی و کورنۍ د ابراهیم علیه السلام ته رالیږل شوی کتاب، او پرته له رالیږل شوي کتاب نه نوره وحې هم، او ورکړې وه مونږ هغوی ته په خلکو باندې پراخه بادشاهي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 53 راتلونکې النساء • آیت 55