نو له دوى نه ځینې هغه دي چې په ده يې ایمان راوړى دى او ځینې له دوى نه هغه دي چې له ده نه يې مخ اړولى دى، او د (كافرانو لپاره) جهنم كافي دى، چې لمبې وهونكى دى النساء ۴:۵۵ ⧉
تفسیر:
ځینې د اهل کتابو نه هغه دي چې ایمان یې راوړی په هغه وحې چې الله تعالی په ابراهیم علیه السلام باندې رالیږلې ده او د هغې په اولاده کې په نورو پیغمبرانو رالیږلی ده، او بعضی د دوی څخه هغه دي چې مخ یې اړولی دی په هغې باندې د ایمان راوړلو څخه، او دا موقف د دوی د محمد صلی الله علیه وسلم باندې چې کومه وحی راغلی وه د هغې باره کې هم دی، او دی اور د جهنم پوره عذاب د هغه چا لپاره چې کفر یې کړی د دوی څخه.