Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 56 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 56 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَارًا كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُمْ بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا لِيَذُوقُوا الْعَذَابَ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمًا 56
ترجمه:
بېشكه هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كافر شوي دي ژر ده چې مونږ به هغوى اور ته ننباسو، هر كله چې د هغوى څرمنې (په اور) پخې شي، مونږ به هغوى ته له هغو نه غیر نورې څرمنې وربدلې كړو، د دې لپاره چې دوى عذاب وڅكي، بېشكه الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى النساء ۴:۵۶
تفسیر:
بیشکه هغه کسان چې کفر یې کړی زمونږ په آیتونو زر به ننباسو مونږ دوی د قیامت په ورځ اور ته چې ګردچاپیره به وي د دوی څخه، هر کله چې وسوځیږی څرمنې د دوی بدلې به کړو ورله نوری څرمنې غیر د دې نه؛ د دې لپاره چې په دوی باندې عذاب همیشه وي، بیشکه دې الله تعالی زورور دی هیڅ شي پرې نشي غالب کیدلی، حکمت والا دی په هغه څه کې چې برابروي يې او فیصله کوی يې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 55 راتلونکې النساء • آیت 57