او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، یقینًا مونږ به دوى داسې جنتونو ته داخل كړو چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله، همېشه وي، د دوى لپاره په هغو كې ښې پاكې بیبیانې دي او مونږ به دوى ښه ګور سيوري ته داخل كړو النساء ۴:۵۷ ⧉
تفسیر:
او هغه کسان چې ایمان یې راوړی په الله تعالی او د هغه د پیغمبرانو تابعداري ئې کړې ده، او نیک عملونه يې کړي دي خامخا داخل به کړو مونږ دوی د قیامت په ورځ جنتونو ته چې بهیږی به لاندې د بنګلو د هغې نه ویالې، همیشه به وي دوی په دې جنتونو کې همیشه، دوی لپاره به په دې جنتونو کې ببیانې وي پاکې به وي د هر قسم ناپاکیو څخه، او خامخا داخل به کړو مونږ دوی لره اوږد ګڼ سوري ته چې نه به پکې ګرمي وي او نه به پکې یخني وي.