Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 58 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 58 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَىٰ أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ ۚ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُمْ بِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا 58
ترجمه:
بېشكه الله تاسو ته د دې حكم كوي چې امانتونه خپلو حقدارو ته وسپارئ او دا چې كله تاسو د خلقو په مینځ كې فیصله كوئ، (نو) په انصاف سره فیصله كوئ، بېشكه الله تاسو ته ډېر ښه نصیحت كوي، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى النساء ۴:۵۸
تفسیر:
بیشکه الله تعالی امر کوي تاسو ته چې ورسوئ ټول امانتونه خپلو خاوندانو ته، او حکم کوي تاسو ته کله چې تاسو د خلکو تر منځه فیصلې کوئ چې انصاف وکړئ او د حق نه مه کږیږئ چې په فیصله کې زیاتی وکړئ، بیشکه ډیر ښه دی هغه چې الله تعالی تاسو ته پرې پند درکوي او تاسو ته ښودنه کوي په هر حال کې، بیشکه الله تعالی اوریدونکی دی ستاسو ویناګانو لره، لیدونکی دی ستاسو کارونو لره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 57 راتلونکې النساء • آیت 59