Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 59 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 59 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ ۖ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا 59
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! د الله خبره منئ او د رسول خبره منئ او د خپلو د امر د خاوندانو، نو كه چېرې تاسو په خپلو كې د څه شي په باره كې جګړه وكړئ، نو هغه (شى) الله او د هغه رسول ته وګرځوئ۔ كه چېرې تاسو په الله او په ورځ د اخرت ایمان لرئ، دا (كار) ډېر غوره دى او د انجام په لحاظ ډېر ښه دى النساء ۴:۵۹
تفسیر:
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې ده، تابعداري وکړئ د الله تعالی او تابعداري وکړئ د هغه د پیغمبر، په عملي کولو د هغه څه چې امر یې پرې کړی او په ځان ساتلو سره د هغه څه نه چې نهی یې ترې کړې ده، او تابعداري وکړئ د خپلو اختیار والاو تر څو چې په ګناه یې درته امر نه وي کړی، نو که چیرته تاسو اختلاف پیدا کړ په څه شي کې نو وګرځئ په دې کار کې د الله تعالی کتاب او د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سنتو ته، که چیرته تاسو ایمان لرئ په الله تعالی او په ورځ وروستنئ، دا د الله کتاب او د پیغمبرو سنتو ته ګرځیدل ډیر غوره دي د هميشوالي كولو نه په اختلاف کې او د وینا کولو نه په خپله رایه، او ډیر ښه دی تاسو لره په اعتبار د انجام.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 58 راتلونکې النساء • آیت 60