Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 62 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 62 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


فَكَيْفَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ ثُمَّ جَاءُوكَ يَحْلِفُونَ بِاللَّهِ إِنْ أَرَدْنَا إِلَّا إِحْسَانًا وَتَوْفِيقًا 62
ترجمه:
نو څه حال به وي (د دوى) چې كله دوى ته څه مصیبت ورسېږي په سبب د هغو (كارونو) چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي، بیا تا ته راشي، چې په الله قسمونه خوري چې زمونږ اراده يواځې ښېګڼه كول او موافقت راوستل وو النساء ۴:۶۲
تفسیر:
نو څرنګه به وي حال د منافقانو کله چې ورسیږي دوی ته مصیبتونه په سبب د هغه ګناهونو چې دوئ کړي دي، بیا راشي تاته -ای پیغمبره- عذر زاري کوي تاته او په الله تعالی قسمونه کوي: مونږ بل چا ته په فیصله وړلو کې بل مقصد نه وو مګر دا چې مونږ نیکې وکړو او د دواړو جګړه مارو ډلو تر منځ جوړښت راولو؟! او دوی دروغجن دي په دې خبره کې؛ ځکه چې نیکي خو په دې کې ده چې د الله تعالی قانون او شرع د هغه په بندګانو باندې عملي شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 61 راتلونکې النساء • آیت 63