Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 63 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 63 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


أُولَٰئِكَ الَّذِينَ يَعْلَمُ اللَّهُ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَعِظْهُمْ وَقُلْ لَهُمْ فِي أَنْفُسِهِمْ قَوْلًا بَلِيغًا 63
ترجمه:
دا هغه كسان دي چې الله پوهېږي په هغه څه چې د دوى په زړونو كې دي، نو ته له دوى نه مخ واړوه او دوى ته نصیحت وكړه او دوى ته د دوى د نفسونو په باره كې ښه اثر كوونكې خبره وكړه النساء ۴:۶۳
تفسیر:
دغه منافقان هغه کسان دی چې پوهیږي الله تعالی په هغه څه چې دوی یې په خپلو زړونو کې پټ ساتي د نفاق او بدې ارادې نه، نو پریږده -ای پیغمبره- دوی او مخ ترې واړوه، او بیان کړه دوی ته د الله تعالی حکم په رغبت ورکولو سره او په ویرې ورکولو سره او ووایه دوی ته وینا داسې اثرناکه وینا چې دوی ته ورسیږي او د دوی په زړونو کې ورننوځي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 62 راتلونکې النساء • آیت 64