Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 64 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 64 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ جَاءُوكَ فَاسْتَغْفَرُوا اللَّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُوا اللَّهَ تَوَّابًا رَحِيمًا 64
ترجمه:
او نه دى لېږلى مونږ هېڅ رسول مګر د دې لپاره چې د الله په حكم سره د هغه اطاعت وكړى شي او كه په رښتیا دوى په هغه وخت كې تا ته راغلي وَى چې دوى په خپلو ځانونو ظلم وكړ، بیا يې له الله نه بخښنه غوښتې وَى او د دوى لپاره رسول (هم) بخښنه غوښتې وَى (، نو) خامخا دوى به الله ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى موندلى و النساء ۴:۶۴
تفسیر:
او مونږ نه دی لیږلی هیڅ رسول مګر د دې لپاره چې د هغه اطاعت وکړی شي په هغه څه کې چې امر پرې کوي د الله تعالی په خوښه او د هغه په تقدیر، او بیشکه کله چې دوی په خپلو ځانونو باندې ظلم کړی وي په کولو د ګناهونو سره نو راشي تاته -ای پیغمبره- ستا په ژوند کې اقرار کوونکي په هغو ګناهونو چې دوی کړي وي پښیمانه هم وي او توبه ویستونکي هم وي، او د الله تعالی څخه يې بخښنه غوښتلي وي، او تا ورله هم بخښنه غوښتلي وي؛ نو خامخا دوی به موندلی وای الله تعالی توبه قبلوونکی د دوی؛ مهرباني کوونکی په دوی باندې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 63 راتلونکې النساء • آیت 65