Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 88 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 88 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


فَمَا لَكُمْ فِي الْمُنَافِقِينَ فِئَتَيْنِ وَاللَّهُ أَرْكَسَهُمْ بِمَا كَسَبُوا ۚ أَتُرِيدُونَ أَنْ تَهْدُوا مَنْ أَضَلَّ اللَّهُ ۖ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا 88
ترجمه:
نو د منافقانو په باره كې په تاسو څه شوي دي، چې دوه ډلې شوئ، حال دا چې الله هغوى د خپلو عملونو په سبب نسكور كړي دي، ایا تاسو غواړئ چې هغه كس په نېغه لار روان كړئ چې الله ګمراه كړى دى، او چې الله څوك ګمراه كړي، نو ته به هېڅ كله هم د هغه لپاره (نېغه) لار ونه مومې النساء ۴:۸۸
تفسیر:
څه دی حال ستاسو -ای مومنانو- چې تاسو دوه ډلې شوي یاست په باره د تعامل کې د منافقانو سره: یوه ډله ستاسې څخه روا بولي جنګ د هغوی سره د هغوی د کفر په وجه، او بله ډله د هغوی سره جنګ کول ناروا بولي د هغوی د ایمان په وجه؟! نو څه دې تاسو لره چې تاسو د هغوی باره کې اختلاف کوئ، او الله تعالی دوی ګرځولي خپل کفر ته او ګمراهۍ ته په سبب د عملونو د دوی، آیا تاسو غواړئ چې هغه څوک په نیغه لاره روان کړئ چې الله تعالی ورته د حق د قبلولو توفیق نه دی ورکړی؟! او هر هغه څوک چې الله تعالی يې بی لاری کړي نو هیڅکله به هم ته د هغه لپاره د هدایت لاره ونه مومې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 87 راتلونکې النساء • آیت 89