Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 89 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 89 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَدُّوا لَوْ تَكْفُرُونَ كَمَا كَفَرُوا فَتَكُونُونَ سَوَاءً ۖ فَلَا تَتَّخِذُوا مِنْهُمْ أَوْلِيَاءَ حَتَّىٰ يُهَاجِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۚ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ وَجَدْتُمُوهُمْ ۖ وَلَا تَتَّخِذُوا مِنْهُمْ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا 89
ترجمه:
دوى خوښوي چې تاسو (هم) كافران شئ، لكه څنګه چې دوى كافران شوي دي، بیا به تاسو (ټول) یو شان شئ، نو تاسو له دوى نه هېڅ دوستان مه نیسئ تر هغه پورې چې دوى د الله په لار كې هجرت وكړي، نو كه دوى (د الله له لارې نه) وګرځېدل، نو تاسو دوى نیسئ او دوى وژنئ كوم ځاى چې تاسو دوى ومومئ او تاسو له دوى نه مه هېڅ دوست نیسئ او نه مدد كوونكى النساء ۴:۸۹
تفسیر:
ارمان کوي منافقان چې کاشکې کفر کړی وي تاسو په هغې وحې چې نازل شوې ده پر تاسو باندې لکه څرنګه چې هغوی کفر کړی دی نو تاسو به د هغوی سره په کفر کې برابر شوي وئ، نو تاسو مه نیسئ د کافرانو څخه دوستان د هغوی د دښمنۍ په وجه تر دې چې هغوی هجرت وکړي د الله تعالی په لاره کې د کفر د کور څخه د اسلام کور ته چې دلالت کونکی وي د دوی په ایمان باندې، نو که چیرته دوی مخ واړاوه او همیشوالی یې وکړ په خپل کفر باندې نو ونیسئ دوی لره او ووژنئ دوی لره په کوم ځای کې چې مو بیاموندل، او تاسو مه نیسئ د دوی څخه دوست چې ستاسو سره ستاسو په کارونو کې مرسته کوي، او مه نیسئ د دوی څخه مددګاران چې تاسو سره ستاسو د دښمن مقابل کې مرسته او مدد کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 88 راتلونکې النساء • آیت 90