اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو د الله په لار كې سفر كوئ، نو ښه تحقیق كوئ او څوك چې په تاسو سلام واچوي، هغه ته دا مه وایئ چې ته مومن نه يې، ۔تاسو د دنيايي ژوند سامان غواړئ، نو له الله سره ډېر زیات غنیمتونه دي، له دې نه مخكې تاسو هم همداسې وئ، بیا پر تاسو باندې الله فضل وكړ، نو ښه تحقیق كوئ، بېشكه الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه خبردار دى النساء ۴:۹۴ ⧉
تفسیر:
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی دی په الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم تابعداري مو کړې ده، کله چې ووځئ تاسې د الله تعالی په لاره کې د جهاد لپاره نو پوره تحقیق وکړئ د هغه چا د حال باره کې چې تاسو ورسره جهاد کوئ، او تاسو مه وایاست هغه چاته چې ښکاره کړي تاسو ته هغه څه چې د هغوی په اسلام دلالت کوي: چې ته مومن نه یې، بلکه تا دا اسلام په خپلې وینې او مال د ویرې له وجی نه ښکاره کړ، نو پس ووژنئ هغه لره غواړئ د ده په وژلو سره دنیا لږه لکه غنیمت چې خوښولای شي د ده څخه، نو پس د الله تعالی سره دي غنیمتونه ډیر، او هغه غوره دي او ډیر لوی دي د دې څخه، همدارنګه تاسو وئ مخکې په شان د دې کس چې د خپل قوم څخه ایمان پټوي، نو پس الله تعالی احسان وکړ په تاسو د اسلام نو ستاسو وینې یې بچ وساتلی نو تاسو هم پوره تحقیق کوئ، بیشکه الله تعالی چې دی نه پټیږي په هغه باندې څه شی ستاسو د عملونو څخه اګر که څومره باریک (پټ) وي، او خامخا به درله پرې بدله درکوي.