Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 95 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 95 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


لَا يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُولِي الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ ۚ فَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً ۚ وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَىٰ ۚ وَفَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا 95
ترجمه:
په مومنانو كې ناست خلق، چې تكلیف والا نه دي، (دوى) او د الله په لار كې په خپلو مالونو او ځانونو سره جهاد كوونكي سره برابرېدلى۔ نه شي، الله په خپلو مالونو او ځانونو سره جهاد كوونكو ته په ناستو باندې په لويې مرتبې سره فضیلت وركړى دى، او له هر یو سره الله د ښې بدلې وعده كړې ده، او الله جهاد كوونكو ته په ناستو باندې په ډېر لوى اجر سره غوره والى وركړى دى النساء ۴:۹۵
تفسیر:
نه دي برابر هغه مومنان چې ناست دي په کورونو کې د جهاد کولو څخه د الله په لار کې پرته د عذر له خاوندانو څخه لکه: مریضان او ړانده، او هغه کسان چې جهاد کوي د الله تعالی په لاره کې په خرچ کولو د خپلو مالونو او (په قربانولو) د خپلو نفسونو، غوره کړي دي الله تعالی جهاد کوونکي په خرچ کولو د خپلو مالونو او نفسونو په ناستو خلکو د جهاد نه په درجه کې، او لپاره د هر یو د مجاهدینو څخه او له جهاد څخه د ناستو خلکو لره چې په عذر ناست وي ثواب دی هغه چې دا یې مستحق کیږي، او غوره ګرځولي دي الله تعالی مجاهدینو لره په (کورونو ) پر ناستو خلکو باندې د هغه له اړخه په لوی ثواب ورکولو سره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 94 راتلونکې النساء • آیت 96