چې د هغه (الله) له طرف نه مرتبې دي او بخښنه او مهرباني ده، او الله له همېشه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى النساء ۴:۹۶ ⧉
تفسیر:
دا ثواب مرتبې دي بعضی دپاسه د بعضو نورو، سره د بخنې د ګناهونو او سره د رحمت څخه په دوی، او دی الله تعالی بخښنه کوونکی خپلو بندګانو ته مهرباني کوونکی په دوی باندې.