Landscape MP4 Vertical MP4

سورت غافر — آیت 18 (پښتو) — ویډیو

غافر • آیت نمبر 18 (ټولې 85 آيتونه) • پښتو


وَأَنْذِرْهُمْ يَوْمَ الْآزِفَةِ إِذِ الْقُلُوبُ لَدَى الْحَنَاجِرِ كَاظِمِينَ ۚ مَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ حَمِيمٍ وَلَا شَفِيعٍ يُطَاعُ 18
ترجمه:
او ته دوى له نژدې ورځې نه ووېروه كله چې زړونه به له چنغړكو سره وي، په داسې حال كې چې له غم نه به ډك وي، د ظالمانو لپاره به نه هیڅوك پوخ دوست وي او نه كوم داسې شفاعت كوونكى چې خبره يې ومنله شي غافر ۴۰:۱۸
تفسیر:
ای رسوله! هغوی د قيامت له ورځې ووېروه، دغه د قيامت ورځ چې نېږدې ده، هغه چې راتلونکې ده، او هر راتلونکی نېږدې وي، په دغه ورځ به زړونه د وېرې له سختۍ راپورته وي، تردې چې د څښتنانو مريو ته به يې را رسيږي، هغه کسان چې چوپ وي له هغوی به هيڅوک خبرې نه کوي مګر چاته چې رحمن (بې حده مهربان ذات] اجازه ورکړي، او هغه ظالمان چې پرځانونو يې د شرک او ګناهونو له امله ظلم کړی هغوی لره به نه دوست وي، نه خپل او نه سپارښتونکی چې خبره يې و منل شي کله که په تقدير کې د هغه لپاره دا خبره وي چې سپارښتنه دې وکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ غافر • آیت 17 راتلونکې غافر • آیت 19