Landscape MP4 Vertical MP4

سورت غافر — آیت 17 (پښتو) — ویډیو

غافر • آیت نمبر 17 (ټولې 85 آيتونه) • پښتو


الْيَوْمَ تُجْزَىٰ كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ ۚ لَا ظُلْمَ الْيَوْمَ ۚ إِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ 17
ترجمه:
نن ورځ به هر نفس ته د هغه د كړي عمل بدله وركړى شي، نن ورځ ظلم بېخي نشته، بېشكه الله ډېر ژر حساب كوونكى دى غافر ۴۰:۱۷
تفسیر:
نن به هر چاته د هغه د کړي عمل بدله ورکول کيږي، که ښه و نو ښه بدله به يې وي، او که بد و نو بده بدله به يې وي، په دغه ورځ کې هيڅ ظلم نشته، ځکه پرېکړه کوونکی عادل الله دی، له شک پرته الله د خپلو بنده ګانو ژر حساب اخېستونکی دی ځکه د هغه پوهه پرې چاپېره ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ غافر • آیت 16 راتلونکې غافر • آیت 18