Landscape MP4 Vertical MP4

سورت غافر — آیت 16 (پښتو) — ویډیو

غافر • آیت نمبر 16 (ټولې 85 آيتونه) • پښتو


يَوْمَ هُمْ بَارِزُونَ ۖ لَا يَخْفَىٰ عَلَى اللَّهِ مِنْهُمْ شَيْءٌ ۚ لِمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ ۖ لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ 16
ترجمه:
له هغې ورځې نه چې دوى به بېخي ښكاره وي، له الله نه به د دوى هېڅ شى پټ نه وي، نن ورځ د چا بادشاهي ده؟ خاص د الله (بادشاهي ده) چې یو دى، ښه غالب دى غافر ۴۰:۱۶
تفسیر:
په کومه ورځ چې هغوی په يو هموار میدان کې را ټول شي او له الله د هغوی هيڅ هم پټ نه وي، نه په خپله هغوی، نه يې کړنې او نه يې بدله،الله به پوښتنه وکړي:: نن پاچايي چا لره ده؟! يوازې يو ځواب به وي، پاچايي يوازې هغه الله لره ده چې په ذات، صفاتو او کړنو کې يو دی، داسې برلاسی دی چې پر هرڅه برلاسی دی او هر څه ورته غاړه اېښې ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ غافر • آیت 15 راتلونکې غافر • آیت 17