(دغه الله) د اوچتو درجو والا (د درجو اوچتونكى) دى، د عرش مالك دى، په خپلو بنده ګانو كې په چا چې وغواړي، په خپل حكم سره وحي نازلوي، د دې لپاره چې دغه (بنده خلقو لره) د ملاقات له ورځې نه ووېروي غافر ۴۰:۱۵ ⧉
تفسیر:
هغه د دې وړ دی چې په را بلنه او پيروۍ کې يوازې کړل شي،هغه د اوچتو درجو والا ذات دی، په تمامه معنی جدا دی د ټول مخلوق څخه او هغه د لوی عرش پالونکی دی، له بندګانو يې چې چاته وغواړي وحي پرې رانازلوي، ترڅو هغوی په خپله هم ژوندي شي او نور هم را ژوندي کړي او د قيامت له هغې ورځې خلک ووېروي چې لومړني او وروستني به پکې سره مخامخ کيږي.